Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    د متحده عربي اماراتو مشران د الوتکې په پېښه کې د زړورتیا لپاره د فلای دوبۍ عملې ته درناوی کوي

    اکتوبر 28, 2026

    XCMG د ازبکستان او اندونیزیا د زده‌کوونکو لپاره د ګډو تعلیمي برنامو په پیلولو سره د بیلټ اېنډ روډ نوښت په چوکاټ کې د استعدادونو د روزنې همکاري پیاوړې کوي.

    اکتوبر 28, 2026

    ترکیه په ۲۰۲۷ کال کې د ګرځندوی عاید ۷۰ ملیارد ډالرو ته رسوي

    اکتوبر 28, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    KhabroonaKhabroona
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    KhabroonaKhabroona
    کورپاڼه » XJTLU د وبا له پیل راهيسې د نړيوالو محصلينو لویې حضوري غونډې ته ښه راغلاست وايي
    PR Newswire

    XJTLU د وبا له پیل راهيسې د نړيوالو محصلينو لویې حضوري غونډې ته ښه راغلاست وايي

    فبروري 28, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    سوژو، چين، فبروري 27، 2023 /PRNewswire/ — له درې کاله آنلاین تدریس، مجازي تعاملاتو او د زماني زونونو په هکله له بحث وروسته، د Xi’an Jiaotong-Liverpool پوهنتون نړيوال محصلين د چین د سرحداتو له پرانيستو وروسته د لومړي ځل لپاره سره راټول شوي دي.

    د فبرورۍ په 22، XJTLU د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه تر 260 ډېر نړيوال محصلين په مقدماتي دوره کې یو ځای سره راټول کړل. زده کوونکو وکولای شول په حضوري ډول ليدنې وکړي، د پوهنتون په محوطه کې وګرځي او په چین کې د نړيوالو محصلينو له امتیازاتو څخه خوند واخلي.

    د ګڼ شمېر محصلينو لپاره، دا لومړی ځل دی چې پوهنتون ته راځي.

    فېنېلا آریا کلارېسټا د کمپیوټر ساینس او تکنالوژۍ د لسانس دورې د دویم کال محصله ده اما نوموړې د لومړي کال خپلې زده کړې په آنلاین توګه بشپړې کړې دي.

    نوموړې وایي: “زه نږدې یوه اونۍ مخکې راغلې یم او د هغې راهيسې په سوژو کې ګرځم. زه خوشحاله یم چې بېرته حضوري زده کړو ته راستنه شوې یم، ځکه چې په کور کې ګڼ شمېر خنډونه شتون لري، او دا ډېره سخته ده چې د آنلاین زده کړو په جریان کې په درس باندې تمرکز وکړې.

    اوس چې موږ ټول دلته یو، له نورو زده کوونکو سره تعامل کول ډېر آسانه او لږ ناراحته دي. دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې بلاخره پوهنتون ته راځو او ټول دلته وينو. زه ډېر خوښ یم او دې ته په تمه یم چې ټول په سمه توګه وپېژنم او په چين کې له ژوند کولو سره ځان عیار کړم.”

    حضوري لکچر دا اونۍ پیلېږي. دا به د ګڼ شمېر محصلینو لپاره مخامخ تدريس ته له خوښیو ډک بېرته راګرځېدل وي.

    مېشل لیونارډ، د مالي ریاضیاتو د لسانس دورې د څلورم کال محصل چې د اندونیزیا اوسېدونکی دی، وايي: “له نږدې درې کلن لرې والي وروسته، دلته بېرته راګرځېدل او له ژوند سره ځای عیارول عجیبه احساس لري. زما ډېری ملګري چې له ما سره یې په ورته وخت کې زده کړې پیل کړې، د دندو د موندلو په موخه تللي دي، او ما فکر کاوه چې زه به هېڅکله بېرته راستون نشم. زه ډېر خوښ یم چې بالاخره په دې کار بریالی شوم.”

    کانګیون کېم او سنجې لي، چې دواړه د جنوبي کوریا اوسېدونکي او د تلویزیوني پروډکشن په برخه کې د هنرونو د لسانس دورې محصلين دي، دوی هم د خپل پروګرام د لومړي سمستر له پیل راهيسي له پوهنتون څخه لرې وو. د وبا په جریان کې، هغوی د عسکري دورې د خدمت بشپړولو لپاره بېرته جنوبي کوریا ستانه شول او په دې میاشت کې بېرته سوژو ته راغلل.

    کېم وايي: “زه ډېر خوښ یم چې بېرته دغه چاپېریال ته راستون شوم او دا چې بیا په سوژو کې ژوند کوم او له خپلو نوو او پخوانیو ملګرو سره وینم. د خوښۍ ځای دی چې زما لکچرونه په انګليسي ژبه دي او کولای شم په ورته وخت کې چينايي ژبه هم تمرین کړم.”

    لي زیاتوي: “زه ډېره خوشحاله یم چې بېرته پوهنتون ته راګرځم او دا چې ټولګي به نور په آنلاین توګه نه وي. داسې احساس کوم لکه خپل دویم ښار ته چې بېرته راګرځم.”

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2009241/Global_student_induction1.jpg

    اړیکه: Tamara.Kaup@xjtlu.edu.cn

    مربوطه لیکنې

    XCMG د ازبکستان او اندونیزیا د زده‌کوونکو لپاره د ګډو تعلیمي برنامو په پیلولو سره د بیلټ اېنډ روډ نوښت په چوکاټ کې د استعدادونو د روزنې همکاري پیاوړې کوي.

    اکتوبر 28, 2026

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    اکتوبر 21, 2026

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    سپتمبر 30, 2026
    تازه خبرونه

    د متحده عربي اماراتو مشران د الوتکې په پېښه کې د زړورتیا لپاره د فلای دوبۍ عملې ته درناوی کوي

    اکتوبر 28, 2026

    ترکیه په ۲۰۲۷ کال کې د ګرځندوی عاید ۷۰ ملیارد ډالرو ته رسوي

    اکتوبر 28, 2026

    د ایران د جګړې له امله د سرې بیې د افریقا حاصلات له خطر سره مخ کړي دي

    اکتوبر 27, 2026

    د مایکروسافټ رضاکارانه وتلو وړاندیز د دوی د کاري ځواک ۲۷٪ پوښښ کوي

    اکتوبر 27, 2026
    © 2023 Khabroona | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.